Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې کورونا ویروس؛ ۱۲۱ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت نن (شنبې، د لیندۍ په ۸مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۱۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې، ۸۷۳ شکمنې پېښې معاینه شوې دي.

د نویو مثبتو پېښو له ثبت سره، په هېواد کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر ۴۵،۹۶۳ ته رسېږي.

په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په کابل کې (۶۲)، کندهار کې (۱۱)، بلخ کې (۱۹)، ننګرهار کې (۹)، بامیان کې (۲)، بغلان کې (۶)، پروان کې (۲)، لوګر کې (۵)، زابل کې (۴) و ارزګان کې (۲) پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ تنه د کووېډ نولس ناروغۍ له امله مړه شوي او ۳۴۹ تنه نور بیا روغ شوي دي.

په هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۵۲ تنو او روغو شویو کسانو شمېر هم ۳۶ زره او ۶۴۴ تنو ته رسېدلی دی.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۶۱ مېلیونه او ۶۷۰ زره تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي او څه باندې یو مېلیون او ۴۴۲ زره تنه نور مړه شوي دي.

شریک یي کړئ