Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کورونا ویروس ۲۵۲ مثبتو پېښو ثبت

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۳۸۷ شکمنو پېښو څخه ۲۵۲ پېښې یې مثبتې تشخیص شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس ۱۱ ناروغان مړه او ۸۷ نور ښه شوي دي.

د کورونا ویروس نوې مثبتې پېښې په کابل کې (۴۸)، هرات کې (۱۳)، کندهار کې (۸)، ننګرهار کې (۱۳)، تخار کې (۱۵۳)، بدخشان کې (۱۵)، میدان وردګ کې (۱) او لغمان کې (۱) پېښه ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې، درې ناروغان په کابل، درې په هرات، او یو په ننګرهار، او څلور تنه نور هم په تخار ولایت کې مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د کورونا ویروس د خپرېدو له پیله، تراوسه په افغانستان کې ۴۶ زره او ۲۱۵ تنه په دغه ویروس ککړ شوي دي چې له دې ډلې ۱۷۶۳ تنه ناروغان مړه شوي او ۳۶ زره او ۷۳۱ تنه نور ناروغان هم بېرته روغ شوي دي.

تراوسه په افغانستان کې په ټولیزه توګه ۱۴۷ زره او ۸۰۰ شکمنې پېښې معاینه شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت همدارنګه وايي چې دم ګړۍ، په افغانستان کې د کورونا ویروس ۷ زره او ۴۱۸ فعاله پېښې موجودې دي.

شریک یي کړئ