د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۲۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(سې شنبې د لیندۍ په ۱۱مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي ښیې چې یاده موده کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۲۱ ناروغان مړه شوي هم دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې تازه پېښې د ۱۶۵۰ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
د یادولو ده چې تازه پېښې ۸۸کابل، ۱۲ هرات، ۲۱ کندهار، ۱۹ بلخ، ۱۷ ننګرهار، ۱۰ پروان، ۷ دایکندي، ۶ نیمروز، ۲ بادغیس، ۱۰ لوګر، ۶ میدان وردګ، ۵ لغمان، ۳ غور، ۱ فراه، ۷ خوست او ۳ هم په فاریاب ولایتونو کې ثبت شوې دي.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښې شمېر ۴۶زره او ۷۱۷ ته رسیږي چې له ډلې یې ۸۰۱۰ یې فعالې دي.