د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېره شپه ورځ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۶ تنه مړه شوي او ۱۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(جمعه د لیندۍ په ۱۴مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي، ښیې چې تازه پېښې د ۱۴۲۹ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۷ زره او ۳۸۸ ته ورسید چې له ډلې یې ۸۱۹۱ یې فعالې دي.
همداراز تېره شپه ورځ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۴۵ تنه ناروغان روغ شوي دي.
تازه پېښې ۱۶ کابل، ۶ هرات، ۱۱کندهار، ۲۱ بلخ، ۹ پکتیا، ۱۷ کندز، ۱۲ بغلان، ۹ نیمروز، ۳ بادغیس، ۱ لوګر، ۲ غزني، ۱۱ هلمند، ۹ پنجشېر او ۱ هم په زابل ولایت کې ثبت شوې دي.
تر اوسه هېوا کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۱۸۴۷ تنه مړه شوي دي.