Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو د سلامتیا نړیوال سازمان په نوملړ کې د افغان روغتیاپالې نوم

د هېواد د قابلې شکریې مسافر زاده نوم د ښځو د سلامتیا نړیوال سازمان د سلو مشرانو او ډاګیزو مېرمنو په نوملړ کې راغلی دی.
 
د ښځو د سلامتیا نړیوال سازمان په ټوله نړۍ کې د سلو دغو  روغتیاپالو او قابله ګانو د فعالیتونو د اتلولۍ د کیسو په  کولو سره، هغوی د روغتیاپالنې او قابله ګۍ د سلو پیاوړو مشرانو په توګه اعلان کړې دي.

شکریه مسافر زاده د قابلګۍ ۷ کلنه تجربه لري او څلور کله کېږي چې د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې په طبي انسټيټیوټ کې کار کوي.

هغې د قابلګۍ او ادارې او سوداګرۍ په څانګو کې زده کړې کړې دي او د یوې لور او یوه زوی مور ده چې د نوموړې څلورنیم کلن زوی په تکواندو کې درې د سرو زرو مډالونو  او له درې کلنۍ مخکې د ماشوم د ظرفیت د ودې د پروګرام د یوه کپ په ګټلو بریالی شوی دی.
 
د روغتیاپالنې او قابلګۍ پیاوړې مشره  شکریه مسافرزاده وايي:«روغتیاپالان او قابلې باید ډېرې باتجربه او مسلکي وي. کله چې یوه قابله یوه مور او یو ماشوم ژغوري په دې معنا ده چې یوه کورنۍ ژغوري.»

پروین خپل درېیم اولاد تالیا د شکریې مسافر زاده په قابلګۍ سره نړۍ ته راوړ.

ناروغه پروین حسیني وايي:«باید یو ډاکټر او روغتیا پاله تکړه او مسلکي وي چې میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته رسېدنه وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال دا وزارت په هر مرکز کې یوه قابله لري او په دولتي روغتونو کې د قابله ګانو ټولټال شمېر څلور زرو ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري څرګندوي:«پلان همدا دی چې د قابلۍ درسي سیسټم څلور کلن وي چې وکړای شو له قابله ګانو نه په تخصصي روغتونونو کې استفاده وکړي.»

افغانستان د زیږون پرمهال د میندو لپاره یو له ترټولو مرګونو هېودونو دی. د ځینو شمېرو له مخې د زېږون پر مهال له هرو سل زرو  مېندو نه شاوخوا ۱۲۹۰ هغه خپل ژوند  له لاسه ورکوي.

شریک یي کړئ