Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ناروغان مړه شوي دي

د  عامې روغتیا وزارت مالوماتو ښیې چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس له کبله ۹ تنه مړه شوي دي.

همداراز هغه مالومات چې نن(چهارشنبې د مرغومې په۱۷مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي، ښیې چې همداراز یوه شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۱۰۲ مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.

یاده موده کې ۱۷۴ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان له یادې ناروغۍ روغ شوي هم دي.

د یادولو ده چې تازه پېښې د ۱۶۹۱ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.

تازه پېښې ۱۷ کابل، ۲۶ هرات، ۳ کندهار، ۱ بلخ، ۱۱ ننګرهار، ۹ تخار، ۲ پکتیا، ۱ نیمروز، ۲ غزني، ۱ لوګر، ۵ بادغیس، ۲ کاپیسا، ۴ هلمند، ۲ کنړ، ۳  غور، ۱ خوست او ۱۲ هم فاریاب ولایت کې ثبت شوې دي.

تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۲۲۵۳ تنه مړه شوي او ۹۵۵۶فعالې پېښې شته.

تېره شپه ورځ کې ۱۷۴ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان له یادې ناروغۍ روغ شوي هم دي

شریک یي کړئ