Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کورونا ویروس د ۸۱ مثبتو پېښو ثبت

د عامې روغتیا وزارت، نن یکشنبې د (مرغومې په ۲۸مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۸۱ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې، ۱۵۸۴ شکمنې بېلګې معاینه شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور تنه د دغې ناروغۍ په پایله کې وژل شوي او ۴۰۳ تنه نور روغ شوي دي.

د نویو پېښو له ثبت سره په هېواد کې د کورونا ویروس د پېښو ټولیز شمېر ۵۴ زره او ۶۲ تنو ته رسېدلی دی.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کورونا ویروس تازه پېښې په کابل کې ۵، هرات کې ۱۳، کندهار کې ۱، بلخ کې۱، ننګرهار کې۱۴، تخار کې۷، بغلان کې۶، کندز کې۱۰، بادغیس کې۱، کاپیسا کې۱، لغمان کې۱۱، کونړ کې ۹ او خوست کې ۲ پېښې ثبت شوې دي.

په هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو ټولیز شمېر هم ۲۳۴۳ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۴۵زره او ۸۶۸ تنو ته رسېدلی دی.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۹۴ مېلیونه او ۵۰۱ زره په دغه ویروس ککړ شوي او څه باندې دوه مېلیونه او ۲۲ زره تنه نور مړه شوي دي.  

شریک یي کړئ