د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۸ پېښې ثبت شوې دي او د مړینې شمېر صفر دی.
دغه مالومات چې نن(پنجشنبې د سلواغې په ۳۰مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي ښیې چې تازه پېښې د ۲زره او ۲۷ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
همداراز تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۲ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي هم دي.
اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۵۵ زرو اوښتی، خو ټولې فعالې پېښې ۴ زره او ۳۴۷ دي.
د یادونې ده چې د کرونا ویروس تازه پېښې د هېواد په اتو ولایتونو کې ثبت شوې دي چې ۱کابل، ۱ هرات، ۱ کندهار، ۲ بلخ، ۱ ننګرهار، ۲ پروان، ۹ هلمند او ۱هم په غزني ولایت کې ثبت شوې دي.