Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورونا په هېواد کې؛ تېرو۲۴ساعتونو کې۱۹تنه په کورونا ویروس ککړ شوي

د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې (د کب په ۱۰مه) په ټول هېواد کې د کورونا ویروس د ۱۹ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې، د کورونا ویروس ۱۸۷۸ شکمنې پېښې معاینه شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ نولس ناروغۍ له امله یوازې یو تن مړ شوی دی او ۴۵ تنه نور بېرته روغ شوي دي.

د نویو پېښو له ثبت سره، په هېواد کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر ۵۵ زره او ۷۳۳ تنو ته رسېږي.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې کابل کې ۴، هرات کې ۲، کندهار کې۱، ننګرهار کې ۲، کونړ کې ۷، لغمان کې ۲ او خوست کې یوه پېښه ثبت شوې ده.

په هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۲ زره او ۴۴۴ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۴۹ زره او ۳۳۳ تنو ته رسېدلی دی.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۱۳ مېلیونه او ۸۱۵ زره په دغې ناروغۍ اخته شوي دي او څه باندې دوه مېلیونه او ۲۵۶ زره تنه نور مړه شوي دي.

شریک یي کړئ