Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس ۳۶ مثبتې پېښې ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۳۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه مالومات چې نن(جمعه د وري په ۶مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې یاده موده کې د کوویډ۱۹ دوه ناروغان مړه شوي او ۵۷ نور روغ شوي دي.

تازه پېښې کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، تخار، بغلان، کندز، هلمند، وردک، بدخشان، لغمان او ارزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

او د کرونا ویروس له کبله دوه تنه مړي شوي کسان هم په کابل او ننګرهار کې و.

له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶ زره او ۲۹۰ ته رسیږي.

اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۲ زره او ۶۴۹ تنه مړه شوي او ۴۹ زره او ۹۹۴ تنه هم روغ شوي دي.

شریک یي کړئ