Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۴۰۰ کال د پولیو یا ګوزڼ واکسین لومړنی سرتاسري کمپاین نن پیل شو

د دغه کمپاین په پرانېسته کې، د افغانستان لپاره د یونیسف استازې وویل په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي؛ چې دا په تېرو نهو کلونو کې په ماشومانو کې د ګوزڼ تر ټولو ډېرې پېښې وې.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر له ښکېلیو خواوو او دیني عالمانو غواړي، چې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې د واکسین د تطبیق کارکوونکو ته د کار زمینه برابره کړي.
 
په افغانستان کې د یونیسف استازې مرستیاله آلیس آکنګا وايي:«په خواشینۍ سره باید ووایم چې دوه زرو شلم کال د افغانستان لپاره بد کال و؛ داسې کال چې له ۲۰۱۱ کال وروسته په کې د پولیو تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې چې شمېر یې ۵۶ ته رسېږي، ثبت شوې دي.»

دغه کمپاین چې تمه کېږي، له پنځو کلونو کم عمره نهه مېلیونه او شپږ سوه زره ماشومان به په کې واکسین شي؛ په داسې وضعیت کې پېلېږي چې په وروستیو اوونیو کې د هېواد په ځینو سیمو کې د ګوزڼ واکسین د نه تطبیق کېدو په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.
 
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح څرګنده کړه:«له ټولو ښکېلو لورو، د سیمې له متفذینو، قومي او دیني مشرانو زموږ غوښتنه دا ده چې واکسیناتورانو ته د هر ماشوم د واکسین کولو زمینه برابره کړي چې د فلج ناروغۍ په وړاندې وقایه شي.»

په افغانستان کې د روغتیایي سازمان استازی ډېویډلای هم وویل:«غواړم بیا هم ټینګار وکړم چې ټول لوري دې د پولیو د له منځه وړو د پروګرام بې پرېتوب ته درناوی وکړي او انسان دوستانه مرستو ته اجازه ورکړي چې په ټولو برخو کې ټولو ماشومانو ته رسېده ګي وشي او هغوی واکسین شي.» 

د عامې روغتیا وزارت په وینا پروسږکال د پولیو د لومړي ډول ۵۶ پېښې او د نوي ډول ۳۱۰ پېښې ثبت شوې دي.

سږکال هم تر اوسه په هېواد کې د پولیو د لومړي ډول د یوې مثبتې پېښې او د تازه ډول د درویشت پېښو د ثبت خبر ورکړل شوی دی.

افغانستان له پاکستان وروسته په نړۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ له اړخه دویم نمبر زیانمن شوی هېواد دی.

شریک یي کړئ