تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او د کوویډ۱۹ پنځه ناروغان مړه شوي دي.
دغه مالومات چې نن(پنجشنبې د وري په ۱۱مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي ښیې چې تازه پېښې د ۱ زرو او ۱۱۷ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
تازه پېښې ۱۰ کابل، ۳ هرات، ۶ کندهار، ۲۸ ننګرهار، ۱بغلان، ۱ نیمروز، ۲ پروان، ۱ هلمند، ۱ لوګر، ۳ کنړ، ۶ لغمان او ۱ هم په نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي.
تر اوسه هېواد کې د کووید۱۹ ناروغۍ له کبله ۲ زره او ۴۸۹ ته مړه شوي دي.