Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا وزارت: څه باندې۱۰۰زره وګړو ته د کورونا ضد واکسین تطبیق شوی

د عامي روغتیا وزارت وایي تر دې دمه له ۱۰۰ زرو ډېرو وګړو او په ځانګړې توګه روغتیایي کارکوونکو ته د کووېډ ۱۹ واکسین تطبیق شوي دي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، افغانستان ته تر اوسه د استرازنکا هندي واکسینو ۹۰۰ زره دوزه رارسېدلې. ویل کېږي چې دغه واکسین ۹۰ سلنه مثبته نتیجه لري.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې څه باندې سل زره کسانو ته د کورونا ویروس واکسین تطبیق کړی دی. چې په دې کې څه کم ۶۸ زره روغتیاپالان، له ۱۸ زرو زیات ښوونکي، ۱۶ زره د عامه خدمتونو کارکوونکي او نږدې دوه زره ژورنالستان شامل دي.
 
د کورونا ضد واکسین د تطبیق په دغه بهیر کې امنیتي ځواکونو ته هم څه باندې سل زره ډوزه واکسین سپارل شوی دی.

عامې روغتیا وزارت کې له کورونا ویروس سره د مبارزې د برخې مسوول مصطفی لیث څرګندوي:«حتا هغه کس چې ناروغ دی پر هغه ۷۵ سلنه اغېزه کوي. هغه کس چې ناروغ نه دی او جوړ دی کابو ۹۶ سلنه اغېزه کوي.»

افغانستان تر اوسه په هند کې د تولید شويو استرازېنکا واکسینو ۹۰۰ زره ډوزه ترلاسه کړي چې د ۵۴۰ زره کسانو لپاره کافي دي؛ خو که چېرې دغه واکسین د روان کال د جون تر میاشتې تطبیق نه شي؛ نو تاریخ به یې تېرشي.

ښاغلی لیث زیاتوي:«د روغتیا نړیوال سازمان د وړاندیز پر بنسټ، موږ زیانمنه طبقه هم په دغې کې شامله کړې ده. هغه کسان چې عمر یې ډېر دی، مزمنې ناروغۍ لري د واکسین په نوملړ کې مو شامل کړي دي.»

په نړۍ کې تر اوسه د کورونا ویروس په تړاو څه باندې ۱۵۰ ډوله واکسین جوړ شوی او یا هم پرې کار روان دی. د دغو واکسینونو تر ټولو مشهوره یې د امریکا او المان ګډ تولید دی چې فایزر- بیو انټک نومېږي او اغېز یې ۹۵ سلنه ښودل شوی دی. بل ډول یې بیا په امریکا کې جوړ شوی مډرنا واکسین دی چې اغېز یې ۹۴ سلنه ښودل شوی او په درېیمه درجه کې بیا روسیې سپوټنیک نومی واکسین راځي.

بلخوا د افغان جاپان روغتون مسوولان وايي چې پر کووېډ ۱۹ ډېری اخته کسان هغه هېوادوال دي چې په دې وروستیو کې یې له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي.

د افغان - جاپان روغتون سر طبیب محمد طارق اکبري وویل:«زموږ د ورځې مراجعین ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي. ورځ په ورځ زیاتېږي او په ځانګړې توګه له حمل میاشتې د پام وړ زیاتوالی لرلی دی.»

په افغانستان کې د کورونا ویروس د واکسین چارې په داسې حال کې پیل شوي دي چې لا هم په هرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۷۰ کسان پورې پر دې ویروس اخته کېږي.

د ثبت شویو شمېرو پر بنسټ، تراوسه په افغانستان کې څه باندې ۵۶ زره کسان پر کورونا ویروس ککړ شوي چې له منځه یې ۶۹ کسان د کورونا ویروس پر تازه بڼې اخته شوي دي.
 
د کووېډ ۱۹ له دغو ناروغانو څه باندې دوه نیم زره کسان مړه شوي؛ خو باور دا دی چې د کورونا وایروس د قربانیانو حقیقي شمېر تر دې لوړ دی. 

افغانستان تر اوسه په هند کې د تولید شويو استرازېنکا واکسینو ۹۰۰ زره ډوزه ترلاسه کړي چې د ۵۴۰ زره کسانو لپاره کافي دي.

شریک یي کړئ