د عامې روغتیا وزارت نن اعلان کړی، چې په تېرو څلروېشت ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا تازه ۱۶۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د دغه وزارت د شمېرو لهمخې، په دغه موده کې پر کوویډ۱۹ ناروغۍ ۵ تنه اخته کسان مړه شوي او ۱۶۶ تنه نور بیا رغېدلي دي.
د دغو تازه پېښو له ډلې په کابل کې ۴۴، په ننګرهار کې۳۳، په کندهار کې ۲۲، په هرات کې ۱۱، په بلخ کې ۱، په تخار کې ۵، په بغلان کې ۱، په کندوز کې ۱، په پروان کې ۱، په بامیان کې ۴، په میدان وردک کې ۶، په بدخشان کې ۴، په کنړ کې ۳، په لغمان کې ۱۶، په پنجشیر کې ۳، په ارزګان کې۳ او په فراه کې بیا ۸ پېښې ثبت شوي دي.
په کابل کې ۳، په کنړ کې ۱ او په لغمان کې ۱ د مړینې پېښه ثبت شوې ده.
د دې شمېره سره، په هېواد کې پر کوویډ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۰ زره او ۲۸۸ تنو ته ورسېده.
له دې ډلې، ۲زره او ۶۴۲ پر کوویډ۱۹ اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۳ زره او ۳۹۱ تنه بیا رغېدلي دي.