د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو څلروېشت ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ۲۳۴ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي.
د دغه وزارت د شمېرو لهمخې، په دغه موده کې پر کوویډ۱۹ ناروغۍ ۶ اخته کسانو خپل ژوند بایللی او ۱۳۳ تنه نور بیا رغېدلي دي.
له دې ډلې په ننګرهار کې ۸۱ ، په کابل کې ۳۱، په کندهار کې ۲۴، په میدان وردک کې۷، په بلخ کې۲۳، په تخار کې ۱، په کندوز کې ۲، په نیمروز کې ۱۱، په پکتیا کې ۱۴، په هلمند کې ۱۲، په بدخشان کې ۲، په لوګر کې ۷، په غزني کې ۷، په کنړ کې ۴، په زابل کې ۴، په ارزګان کې ۲ او په پکتیا کې بیا یوه پېښه ثبت شوې ده.
او د شپږو مړه شوېو کسانو له ډلې په کابل کې ۲، په کندوز کې ۱، په کنړ کې ۲ او په لغمان کې بیا یوه پېښه ثبت شوې ده.
له دغې شمېره سره، په افغانستان کې د کوویډ۱۹ ناروغانو شمېر ۶۰زره او ۷۹۷ تنو وته ورسېده.
له دې ډلې، په کوویډ۱۹ ناروغۍ ۲زره او ۶۵۴ تنه مړه شوي او ۵۳ زره او ۶۹۴ تنه بیا بېرته رغېدلي دي.