د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبې (د غبرګولي په ۱۱مه) په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د یو زره او ۴۵ نویو مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ.
په هېواد کې د دغه ویروس د خپرېدو له وخته تراوسه دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو او مړینې لوړ شمېر دی.
د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، په دغې موده کې پر کووېډ نولس ۳۳ اخته کسان مړه او ۱۱۲ تنه نور بېرته ښه شوي دي.
له دغو شمېرو سره په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۳ زره او ۲۶ تنو ته لوړ شوی دی.
له دې ډلې ۳ زره او ۷ ناروغان مړه شوي او ۵۷ زره او ۷۴۲ تنه نور بیا بېر ته روغ شوي دي.
د جانز هاپکینز پوهنتون شمېرې ښيي چې په نړۍ کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۷۰ مېلیونو ته او د مړه شویو کسانو شمېر درې مېلیونه او ۵۵۰ زره او ۹۷۹ تنو ته رسېدلی دی.
په دې اړه مو اندونه