Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورونا د پېښو زیاتوالی؛ روغتونونه د اکسجن له کموالي سره مخ دي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هېواد کې په بې مخینې توګه د کورونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتوالي په لړ کې، د کووېډ۱۹ ځانګړي روغتونونه هم د اکسیجن له کمښت سره مخ شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱ زرو ۱۱۸ کسان پر کووېډ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او له امله یې ۲۷ کسان هم مړه شوي دي.

له بل لوري ډاکټران وايي، دولتي بنسټونه، د ودونو هوټلونه او بازارونه هغه ځایونه دي چې، خلک ډېر په چټکۍ سره په کې پر کووېډ۱۹ ناروغۍ اخته کېږي؛ خو حکومت لا تر اوسه د دغې برخې لپاره کومه طرحه نه لري.

د بلخ د عامې روغتیا رییس ګل احمد ایوبي وايي:«له هغو ټسټونو چې اخیستل کېږي، ۶۵ تر ۷۰ سلنه پورې مثبت دي او دا په خپله د خلکو لپاره ګواښ دی.»

د دې سربېره چې حکومت، ښوونځي او پوهنتونونه یې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره رخصت کړي دي؛ خو بازارونه ته د خلکو د تګ راتګ د کموالي لپاره کومه طرحه نه چمتو شوې.

د کابل په سرای شمالي کې د تذکرې د ویش له یوې استازولۍ څخه اخیستل شوي انځورنه د دې ښودنه کوي چې، دلته خلک د کاغذي تذکرو او برېښنایي تذکرو د اخیستو لپاره په لیکو کې ولاړ دي، په داسې حال کې چې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېرد زیاتېدو په حال کې دی، دلته ټولنیز واټن په پام کې نه نیول کېږي او راغلو کسانو ماسک هم نه دی تړلی.
 
ډاکټر محمد طارق اکبري څرګندوي:«ناروغان چې راځي په ډېر خراب او نازک وضعیت کې دي. موږ خپله ډېره هڅه کوو چې ناروغانو ته رسېدنه وکړو، خو کله د ځای له کموالي سره مخ کېږو.»

کابل، لوګر، ننګرهار، کندوز، کندهار، میدان وردګ او پروان هغه ولایتونه دي چې پرکورونا ویروس د اخته کسانو او د دغه ویروس  له  امله د مړو شویو کسانو لوړ شمېر په کې ثبت شوی دی.

په افغانستان کې د کورونا ویروس د درېیمې څپې دویمه اوونۍ ده، د عامې روغتیا وزارت چارواکي خبرداری ورکوي چې په دې څپه کې کورونا ویروس په ټولنه کې چټک خپرېږي، ځکه د کورونا ویروس نوې بڼه له هند نه افغانستان ته راغلې ده.
 
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې د کووېډ نولس ۲۷ ناروغان مړه شوي دي.

شریک یي کړئ