Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې کورونا تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبې په ټول هېواد کې پر کووېډ نولس د ۵۴ اخته کسانو له مړینې او د ۱۷۲۴ نورو کسانو له اخته کېدو خبر ورکړ.

دغه وزارت وايي چې په دې موده کې ۴ زره او ۹۵۹ شکمن کسان معاینه شوي دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ، په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې پر کووېډ نولس ۵۷۱ اخته کسان بېرته روغ شوي دي.

له دغو شمېرو سره په افغانستان کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۴ زره او ۵۰ تنو ته رسېږي.

له دې منځه ۳ زره او ۳۰۵ ناورغان مړه شوي او ۵۹ زره او ۵۶۹ ناروغان هم بېرته روغ شوي دي.

ډاکټران وايي چې په افغانستان کې د کورونا ویروس په درېیمه څپه کې ماشومان، ځوانان او د ډېر عمر کسان په دغه ویروس ککړ شوي دي، خو دغه ویروس ډېره قرباني له ډېر عمره کسانو اخیستې ده.

په افغان جاپان روغتون کې ډاکټران وايي چې دغه ویروس حتا د یوه ۱۳ کلن ماشوم ژوند هم اخیستی دی او د ورځې په لسګونه ماشومان چې دغه روغتون ته د معاینې لپاره راځي د دغو ماشومانو د کورونا ویروس د معاینې پایله هم مثبته ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه