Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې کورونا؛ راتلوونکې څلور اوونۍ به تر تولو سخت وضعیت وي

عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې، افغانستان به په څلورو راتلونکو اونیو کې د کورونا ویروس له اړخه تر ټولو بد وضعیت کې وي.

د روغتیا سرپرست وزیر چې نن په کابل کې یوې خبري ناسته کې وینا کوله وايي، د کورونا ویروس پر وړاندې د خلکو بې غوري د دې لامل شوې چې، د دغه ویروس په صعودي بهیر کې هېڅ بدلون رانه شي.

وحید مجروح زیاتوي، په هېواد کې د کورونا وبا د لومړۍ او دویمې څپې پر تله درېیمه څپه په ډېرې چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

هغه زیاته کړه:«لا هم د کورونا ویروس په ډېر پراخه توګه د پرخېدو په حال کې دی او هېوادوال پرې اخته کېږي او د هېوادوالو مړینه مخه په لوړېدو ده.»

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ۱۹ ناروغۍ له مله ۵۱ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۸۰۰ کسان پرې اخته شوي دي.

په ټول افغانستان کې چې کابو ۴۵۰۰ ډاکټران د کووېډ نولس ناروغانو په درملنه بوخت دي، کابو ۱۲۰ ډاکټران او روغتیاپالان په افغان جاپان روغتون کې کارکوي چې له دې منځه ۳۰ ډاکټران او روغتیاپالان د دغه روغتون په بیړنۍ څانګې کې کار کوي، دوی ته د داسې ناروغانو درملنه ورپرغاړه ده چې په ناوړه روغتیایي حالت کې دي.
 
میړنی برات زی یو له هغو ډاکټرانو دی چې په هېواد کې د کورونا ویروس د وبا د خپرېدو له لومړیو ورځو په افغان جاپان روغتون کې د کوویډ نولس ناروغانو درملنه کوي.
 
ډاکټر مېړنی برات زی وايي:«کابو درې میاشتې کېږي چې موږ کور ته نه یوو تللي؛ شپه او روځ کار کوو.»

ناروغ سید یحیی هم وویل:«دوه ورځې کېږي چې په روغتون کې یم. په دغو دوو ورځو کې روغتیايي حالت مې ۶۰ سلنه ښه شوی دی.»

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په تېر یوه کال کې ۱۱۰ ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي پر کورونا ویروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

 د کرونا ویروس د ۱۸۴۳ تازه پېښو په ثبتېدو سره په ټول هېواد کې د دغو پېښو شمېر شاوخوا ۸۶ زره او د مړو شویو کسانو شمېر درې زرو ۳۵۶ ته ورسېد.

 په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۴۳ تازه پېښو په ثبتېدو سره په ټول هېواد کې د دغو پېښو شمېر شاوخوا ۸۶ زره او د مړو شویو کسانو شمېر درې زرو ۳۵۶ ته ورسېد.

شریک یي کړئ