Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا په هېواد کې ۶۷ تنه مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت نن شنبې (د غبرګولي په ۲۲مه) اعلان وکړ چې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کووېډ نولس اخته ۶۷ کسان مړه شوي او د ۳۴۴۲ معاینه شویو بېلګو له منځه د ۹۷۳ بېلګو پایله مثبته راختلې ده.

د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس ۳۵۰ ناروغان بېرته روغ شوي دي.

بلخوا له دغو شمېرو سره په ټول افغانستان کې پر کووېډ نولس د اخته کسانو شمېر ۸۹ زره او ۸۶۱ تنو ته لوړ شو.

له دې منځه ۳ زره او ۵۱۶ ناروغان مړه شوي او ۶۰ زره او ۵۹۶ تنه نور یې بېرته روغ شوي دي.

ډاکټران وايي چې په افغانستان کې د کورونا ویروس په درېیمه څپه کې، ماشومان، ځوانان او د ډېر عمر کسان په دغه ویروس ککړ شوي دي او ډېری قرباني یې هم له ډېر عمره کسانو څخه اخیستې ده.

د جان هاپکینز پوهنتون د شمېرو پر بنسټ په ټوله نړۍ کې پر کورونا ویروس د ککړو کسانو شمېر ۱۷۵ مېلیونو او ۲۸۴ زرو ته رسېدلی دی په داسې حال کې چې د مړه شویو کسانو شمېر ۳ درې مېلیونه او ۷۸۵ زرو تنو ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه