په هېواد کې له درېیو ورځو راهیسې د کورونا واکسین دویم پړاو پیل شوی او دا ځل واکسیناسیون ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده.
عامې روغتیا وزارت وايي، کابل ته د چین هېواد د ۷۰۰ زره ډوزه واکسین له رارسېدو سره سم، دغه واکسین ډېریو ولایتونو ته هم استول شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په کابل کې په اولسو ځایونو کې د کورونا واکسین تطبیق کېږي او هېوادوال کولای شي چې په دغو ځایونو کې د واکسین د تطبیق لپاره ولاړ شي.
د ماشوم د روغتیا روغتونو د پولي کلینک او تشخیصیه مرکز امر سید اسدالله سادات وايي:«شونې ده کابو پنځوس واکسین یا هم زیات وي ای پي سټف ته وساتو چې راځي او واکسین کېږي؛ نور پاتې تول د خلکو لپاره دي چې تر ۳۰۰ او ۳۵۰ دوزه موږ خلکو ته واکسین کوو.»
له دې سره سم، یو شمېر کابل مېشتي چې، دغه واکسین یې کړی بیا هم د روغتیايي سپارښتنو پر رعایتولو ټینګار کوي او له نورو هېوادوالو هم غواړي چې، ځانونه واکسین کړي.
فضل کریم یو له هغو کسانو دی چې د کورونا واکسین یې لګولی دی:«خلک باید له ماسک استفاده وکړي، خپل لاسونه ومنځي او په ضمن کې هغه اعلانونه چې د عامې روغتیا وزارت له خوا کېږي، هغه په پام کې ونیسي.»
محمد صیام چې هغه هم د کورونا واکسین لګولی، خلکو ته ورته پیغام لري:«افغانستان د پیک په شرایطو کې دی؛ له دې امله موږ نن راغلي یوو چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره واکسین ولګوو.»
د کورونا ویروس د واکسین د تطبیق لوړی پړاو کابو یوه میاشت مخکې پای ته ورسېد چې دا واکسین د هند هېواد و.
تېره ورځ یکشنبې د عامې روغتیا وزارت وویل چې تراوسه په هېواد کې څه باندې ۶۵۶ زره ملکي کسان د کورونا واکسین لګولی دی. په دې منځ کې څه باندې ۱۲۱ زره روغتیايي کارکوونکي او څه باندې ۸۱ زره یې ښوونکي دي.