Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو ته د اکسیجن د کمي ستونزه

د هرات ولایت ځینې اوسېدونکي وایي، چې هرات ولایت کې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر زیاتوالي سره سم، دغه ولایت کې د اکسیجن کمی لویه ستونزه جوړه شوې او له همدې کبله، زیاتې کورنۍ ناروغان خپلو کورونو کې ساتي.

هرات کې روغتیايي چارواکي وایي، د کووېډ-۱۹ ناروغانو د شمېر زیاتوالي له کبله، روغتونونو کې اکسیجن کم شوی.

هرات کې شیدایي روغتون یو له هغو روغتونونو دی، چې د کووېډ-۱۹ ناروغان په‌کې دي او د ناروغانو د شمېر زیاتوالي له کبله په‌کې اکسیجن کم شوی.

د شیدایي روغتون مسوول عبدالمنان ازادمنش وویل:«د اکسیجن د کمي ستونزه نړۍواله شوې او افغانستان کې هم دا ستونزه په ملي کچه شته او دلیل یې دادی، چې خصوصي سکټور اکسیجن تولیدوي او د بازار د اړتیا پر بنسټ وي.»

د هرات ځینې اوسېدونکي وایي، روغتونونو کې د اکسیجن د کمي ستونزې له کبله، دوی غوره ګڼلې چې ناروغان یې په کورونو کې پاتې شي.

د هرات یوه اوسېدونکي ګل احمد ویلي:«زیات هغه ناروغان چې روغتونونو کې بسترېدل، روغتونونو ورته ویلي، چې کټونه ډک دي نو موږ هم خپل ناروغ کور کې ساتلی.»

د هرات بل اوسېدونکي معصوم علي ویلي:«روغتونونو کې اکسیجن نه‌شته نو موږ خپله لاس په کار شوي یوو. وضعیت ډېر خراب دی.»

د شمېرو پر بنسټ، تېرو څه کم دوو میاشتو کې د هرات په روغتونونو کې د کووېډ-۱۹ له ۵۰ زیات ناروغان مړه شوي، خو روغتیایي چارواکي وایي، د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر تر دې څو برابره زیات دی.

شریک یي کړئ