عامې روغتیا وزارت نن (یکشنبه د غبرګولي په ۳۰ مه) رسنیو ته استولو معلوماتو کې ویلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو ۹۳ تنه کورونا مړه کړي او په همدې موده کې ۱۹۲۷ تنه نور په کورونا اخته شوي.
د روغتیا وزارت په وینا، تېره یوه شپه او ورځ کې یې د ۵۴۴۷ شکمنو کسانو د کورونا معاینې کړې وې.
وزارت دا هم ویلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۲۶ کسان له کورونا روغ شوي.
په دې شمېرو سره افغانستان کې په کورونا د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۰۳ زره او ۹۲۱ تنه شو، چې له دې منځه ۴۲۱۵ کسان مړه شوي.
ټوله نړۍ کې درې میلیونه او ۸۶۰ زره کسان کورونا مړه کړي او ۱۷۸ میلیونو نه زیات کسان په کورونا اخته شوي.