Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې کورونا ۸۶ تنه نور مړه کړل

افغان عامې‌روغتیا وزارت نن (پنجشنبه د چنګاښ په ۱۰ مه) وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ۵،۵۰۶ مشکوکو کسانو د کورونا معاینې کړې وې چې له منځه یې د ۱۹۴۰ کسانو نتیجه مثبته ده.

د روغتیا وزارت شمېرو پر بنسټ په تېره یوه شپه او ورځ کې ۸۶ تنه د کورونا له کبله مړه شوي او ۹۱۲ تنه له کووېډ-۱۹ ناروغۍ روغ شوي دي.

دې اوسنیو شمېرو سره افغانستان کې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۲۲ زره او ۱۵۶ تنه شو، چې له منځه یې ۵ زره او ۴۸ تنه مړه شوي.

پرون ډاکټرانو ویلي وو چې افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر لا هم په زیاتېدو دی او په روغتونونو کې د اکسیجن د کمي ستونزه پر خپل ځای ده.

د افغان – جاپان روغتون ځينې ډاکټران وایي، دې روغتون کې د اکسیجن د تولید یوې بلې دستګاه لګولو ته اړتیا ده چې ناروغانو ته اکسیجن ورسول شي.

 روغتیا وزارت بیا وایي، کابل کې پینځو روغتونونو کې د اکسیجن د تولید دستګاوې لګول شوې دي او لس نورې به هم ولګول شي.

شریک یي کړئ