د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبې (د چنګاښ په ۱۵مه) په هېواد کې پر کورونا ویروس د۱۵۵۶ کسانو له اخته کېدو او د ۵۵ تنو له مړینې خبر ورکوي.
دغه وزارت همدارنګه په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کووېډ نولس د ۹۳۲ ناروغانو له ښه کېدو هم خبر ورکوي.
نوې پېښې په کابل کې (۱۴۷)، هرات کې (۱۸۴)، کندهار کې (۶۱)، بلخ کې (۳۱)، ننګرهار کې (۱۳۷)، تخار کې (۵۹)، بغلان کې (۴۹)، کندوز کې (۴۷)، فاریاب کې (۹)، وردګ کې (۳۸)، پروان کې (۳۶)، هلمند کې (۴۶)، بدخشان کې (۱۱)، پکتیا کې (۳۸)، بامیان کې (۴۳)، غزني کې (۳۷)، لوګر کې (۱۲)، لغمان کې (۲۳)، کونړ کې (۳۴)، دایکندي کې (۵۳)، زابل کې (۶۹)، غور کې (۸۰)، بادغیس کې (۱۹۹)، فراه کې (۱۹)، خوست کې (۲۰)، پکتیکا کې (۱۷)، ارزګان کې (۲۵) او جوزجان کې (۳۲) پېښې ثبت شوې دي.
له دغو شمېرو سره په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغانو ټول ټال شمېر ۱۲۹ زره او ۲۱ تنو ته رسېږي.
له دې منځه ۵ زره او ۴۱۵ تنه مړه شوي او ۷۶ زره او ۲۱۸ ناروغان بېرته روغ شوي دي.