افغان عامې روغتیا وزارت نن (پنجشنبه د چنګاښ په ۱۷ مه) وویل، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۲۶ نور کسان په کورونا اخته شوي.
د روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، تېره یوه شپه او ورځ کې ۸۴ نور کسان کورونا مړه کړي دي.
دا نوې پېښې په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، بغلان، کندوز، فاریاب، میدانوردګ، پروان، هلمند، بدخشان، پکتیا، بامیان، غزني، لوګر، لغمان، کونړ، دایکندي، زابل، غور، فراه، خوست، پکتیکا، سمنګان، نورستان او جوزجان ولایتونو کې دي.
په دې سره افغانستان کې په کورونا د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۳۱ زرو نه واوښت، چې له منځه یې ۵ زره او ۵۶۱ کسان مړه شوي دي.
د روغتیا وزارت معلومات دي، چې تېره یوه اوونۍ کې ۶۰۰ کسان کورونا مړه کړي دي.
عامې روغتیا وزارت وایي، تر هغو چې د کورونا درېیمې څپې پېښې راکمې شوې نه وي، پوهنتونونه او ښوونځي به رخصت او هوټلې به بندې وي.