Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جانسون واکسین د تطبیق بهیر نن کابل کې پيل شو

د جانسون انډ جانسون د واکسین تطبیق بهیر چې په دې وروستیو کې افغان دولت ته تسلیم کړل شوی دی، نن شنبې په کابل کې پیل شو.

د عامې روغتیا وايي چې د دغه واکسین د تطبیق بهیر د کابل ښار د یوولیسو مرکزونو په ځینو هغو کې پيل شوي دي.

د جانسون انډ جانسون واکسین یوازې یو دوز لري او د غه واکسین د روغتیا نړۍوال سازمان کوواکس پروګرام له خوا له افغانستان ته ورکړل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال عثمان په دې هکله وویل:«د کلي معافیت د رامنځته کولو یوازینۍ لار د واکسین تطبیق دی. خلک دې وېره او اندېښنه ونه لري په ارامه زړه کولای شي واکسین تطبیق کړي.»

په اندراګاندي روغتون کې د کورونا واکسین د تطبیق د مرکز یو مسوول سید اسدالله هم وايي:«موږ عملاً تطیبق پیل کړي دي له نېکه مرغه خلک راځي او واکسین اخلي. هغه کسان چې هېڅ واکسین یې نه دی اخیستی دغه واکسین اخلي او دا واکسین یو دوز لري.»
 
یو شمېرهېوادوال چې د واکسین لګولو لپاره د انډراګاندي روغتون ته راغلي دي له خلکو غواړي چې د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره ځانونه واکسین کړي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې هېوادوال په کابل کې د اندرا ګاندي روغتون، جمهوریت روغتون، استقلال روغتون، د هود خېلو د ساحوي روغتون، د خیرخانې د ۱۰۲ بستریز روغتون، د دشت برچي د ۱۰۰ بستریز روغتون، د مرکزي پولي کلینک، د احمد شاه بابا د روغتون، د سرکوتل د ساحوي روغتون، د ټني کوټ د روغتون او د افغان جاپان روغتون په ګډ‌ون په یوولسو ځایونو کې واکسین لګولای شي.

د جانسون انډ جانسون ۱.۴ مېلیونه دوزه واکسین تېره ورځ افغان حکومت ته ورکړل شو. له دې مخکې له هند او چین څخه هم څه باندې یو مېلیون دوزه واکسین له افغانستان سره مرسته شوی دی.

ډاکټران ټينګار کوي چې خلک په کورونا ویروس د ککړېدو د مخنیوي لپاره باید واکسین ولګوي.

شریک یي کړئ