د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن چهارشنبې (د چنګاښ په ۲۳مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ نولس ۶۰ ناروغان مړه شوي دي.
په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کورونا ۳ زره او ۸۶۶ شکمنې بېلګې معاینه شوې دي چې په پایله کې یې ۱۲۱۰ پېښې یې مثبتې وې.
د روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ په ورته موده کې د کووېډ نولس ۷۵۷ ناروغان هم بېرته ښه شوي دي.
له دغو شمېرو سره په افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو شمېرو ۱۳۷ زره او ۸۵۳ تنو او د مړه شویو کسانو شمېر هم ۵ زره او ۹۸۳ تنو ته رسېدلی دی.
بلخوا د کورونان د جانسون او اند جانسون واکسین د تطبیق بهیر هم پيل شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ وویل که چېرې خلک د کورونا ویروس په وړاندې بې پروايي وکړي، د کورونا ویروس د خپرېدا په سیر کې به کمښت رامنځته نه شي.
دغه وزارت همدارنګه وايي چې دغه ویروس لا هم په خپل صعودي سیر کې دی او د لوی اختر له رارسېدو سره په هېواد کې د دغه ویروس د خپرېدو د زیاتوالي په هکله اندېښڼې موجودې دي.
په نړۍ کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸۷ مېلیونه او ۸۰۰ زره تنو ته رسېدلی دی او تراوسه څه باندې ۴ مېلیونه او ۴۸ زره تنه په ټوله نړۍ کې مړه شوي دي.