Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کووېډ نولس ۶۶ ناروغان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کووېډ نولس ۶۶ ناروغان مړه شوي دي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې ۸۸۷ تنه هم په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي او ۹۶۶ نور له دغې ناروغۍ بېرته ښه شوي دي.

له دې سره هم مهاله، د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن یکشنبې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په افغانستان کې د کورونا ویروس درېیمه څپه له خپلې لوړې کچې اوښتې او په ځينو ولایتونو کې مخ په ځوړ ده.

ښاغلي مجروح خبرداری وروکړ که چېرې خلک د لوی اختر په شپو او ورځو کې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي او تجمع او غونډو مخنیوی ونه کړي، د کورونا د خپرېدو کچه به بیا لوړه شي.

ټاکل شوې ده چې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د افغانستان خلک لوی اختر ولمانځي. د کابل ښار په بازارونو کې لیدل کېږي چې خلک روغتیايي سپارښتنو او د عامې روغتیا وزارت خبرداري ته په بې پامۍ سره، د اختر د لمانځلو لپاره چمتووالی نیسي او د مېوو او نورو توکو د پېر لپاره بازارونو ته راوتلي دي.

وحید مجروح ټينګار کوي چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي یوازینۍ لار د کورونا ویروس د واکسین لګول دي د ښاغلي مجروح په اند، په ټول افغانستان کې د ورځې تر ۴۵ زره کسان واکسین کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې ۸۸۷ تنه هم په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي او ۹۶۶ نور له دغې ناروغۍ بېرته ښه شوي دي.

شریک یي کړئ