Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کورونا ویروس د ۴۱۴مثبتو پېښو او له امله یې ۵۲مړینې ثبت

د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې اعلان وکړ چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۴۱۴ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس ۵۲ ناروغان مړه شوي او څه باندې ۱۲۲۴ ناروغان بېرته ښه شوي دي. 

د عامې روغتیا وزارت شمېر ښيي چې په ورځنۍ کچه پر کورونا ویروس د اخته کسانو او همدارنګه د دغه ویروس له امله د مړینې په کچه کې د تېرې ورځې پرتله زیاتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ مخکې، په ورځنۍ کچه پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر له زرو او د دغه ویروس له امله د مړینې کچه هم له ۵۰ لوړه وه.

نوې پېښې په کابل، کندهار، ننګرهار، کندوز، تخار، بغلان، هلمند، بامیان، غزني، نیمروز، دایکندي، کونړ، لغمان، جوزجان او سرپل ولایتونو کې ثبت شوي دي چې له دې منځه هرات د ۱۵۴ پېښو له ثبت سره په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس د اخته کسانو تر ټولو لوړ شمېر لري او همدارنګه پنجشېر او لوګر د دوو او څلورو پېښو په لرلو سره په دغې موده کې د کورونا ویروس تر ټولو ټيټ شمېر لرلی دی.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د مړینې پېښې هم په کابل، هرات، ننګرهار، تخار، میدان وردګ، هلمند، بدخشان، پکتیا، کاپسیا، لوګر، لغمان، جوزجان، او سرپل ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د دغو شمېرو له ثبت سره، په افغانستان کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر ۱۴۴ زره او ۲۸۵ تنو او د مړه شویو کسانو شمېر هم ۶۴۷۷ تنو او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۹۳ زره او ۵۹ تنو ته رسېدلی دی.

له دې سره هم مهاله د لوړو زده کړو وزارت وايي چې ټاکل شوې ده تر راتلوونکې اوونۍ د هېواد د ټولو تحصیلي بنسټونو حضوري درسونه پیل شي.

د دغه وزارت د پرېکړې پر بنسټ، دا بهیر له هغو ولایتونو پېلېږي چې پر کورونا ویروس د اخته کسانو کچه یې له ۳۵ سلنې کم وي او همدارنګه زده کړیالان به واکسین شي.  

په افغانستان کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر ۱۴۴ زره او ۲۸۵ تنو او د مړه شویو کسانو شمېر هم ۶۴۷۷ تنو او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۹۳ زره او ۵۹ تنو ته رسېدلی دی.

Thumbnail

د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې اعلان وکړ چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۴۱۴ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس ۵۲ ناروغان مړه شوي او څه باندې ۱۲۲۴ ناروغان بېرته ښه شوي دي. 

د عامې روغتیا وزارت شمېر ښيي چې په ورځنۍ کچه پر کورونا ویروس د اخته کسانو او همدارنګه د دغه ویروس له امله د مړینې په کچه کې د تېرې ورځې پرتله زیاتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ مخکې، په ورځنۍ کچه پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر له زرو او د دغه ویروس له امله د مړینې کچه هم له ۵۰ لوړه وه.

نوې پېښې په کابل، کندهار، ننګرهار، کندوز، تخار، بغلان، هلمند، بامیان، غزني، نیمروز، دایکندي، کونړ، لغمان، جوزجان او سرپل ولایتونو کې ثبت شوي دي چې له دې منځه هرات د ۱۵۴ پېښو له ثبت سره په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس د اخته کسانو تر ټولو لوړ شمېر لري او همدارنګه پنجشېر او لوګر د دوو او څلورو پېښو په لرلو سره په دغې موده کې د کورونا ویروس تر ټولو ټيټ شمېر لرلی دی.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د مړینې پېښې هم په کابل، هرات، ننګرهار، تخار، میدان وردګ، هلمند، بدخشان، پکتیا، کاپسیا، لوګر، لغمان، جوزجان، او سرپل ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د دغو شمېرو له ثبت سره، په افغانستان کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر ۱۴۴ زره او ۲۸۵ تنو او د مړه شویو کسانو شمېر هم ۶۴۷۷ تنو او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۹۳ زره او ۵۹ تنو ته رسېدلی دی.

له دې سره هم مهاله د لوړو زده کړو وزارت وايي چې ټاکل شوې ده تر راتلوونکې اوونۍ د هېواد د ټولو تحصیلي بنسټونو حضوري درسونه پیل شي.

د دغه وزارت د پرېکړې پر بنسټ، دا بهیر له هغو ولایتونو پېلېږي چې پر کورونا ویروس د اخته کسانو کچه یې له ۳۵ سلنې کم وي او همدارنګه زده کړیالان به واکسین شي.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه