Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روغتیا وزارت: د ورځې کابو ۵۰ زره هېوادوال د کورونا واکسین لګوي

د عامې روغتیا وزارت نن (سې شنبې د زمري په ۵مه) وویل چې د هېواد په کچه هره ورځ نږدې ۵۰ زره کسان د کويډ۱۹ واکسین لګوي.

د دغه وزارت په وینا، په ټول هېواد کې د واکسین د تطبیق ۱۲۰۰ مرکزونه شته، چې ۴۰ یې د کابل په بېلابېلو سیمو کې دي.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيې، چې تر اوسه یو اعشاریه درې مېلیون کسان په ټول هېواد کې واکسین شوي دي.

په کابل کې د کووېد۱۹ واکسین د تطبیق یو له مرکزونو د جمهوریت روغتون دی او په دې مرکز کې هره ورځ ډېره ګڼه ګوڼه وي.
د دغه مرکز مسوولین وايي، هره ورځ په دې مرکز کې په منځنۍ کچه تر ۵۰۰ کسانو واکسین کېږي.

په هېواد کې یو زده کړیال الیاس وايي:«موږ تېره ورځ د ننګرهار پوهنتون له چارواکو سره یو انلاین پروګرام درلود موږ ته وویل شول چې هر زده کړیال اړ دی چې باید د کووېډ نولس واکسین ولګوي او اړ دی واکسین ولګوو د دې لپاره چې زموږ پوهنتون پېلږي.»

په ظاهره داسې ښکاري چې، ډېری مراجعین هم زده کړیالان دي.

کمال الدین چې، یو له دغو زده کړیالانو دی وايي، د خپل ځان د خوندینې او د پوهنتون د درسونو د بیا پیل لپاره دغه واکسین کوي.

نوموړی وايي:«د یوه ځوان او د زده کړیال په توګه خلک هڅوم راشي او واکسین ولګوي په ځانګړې توګه زدکړیالان ځکه چې یوازینۍ طبقه چې د کورونا له امله ډېره زیانمنه شوې ده زده کړیالان دي.»

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې تراوسه څه باندې ۱.۳ مېلیونه تنو په هېواد کې د کورونا واکسین لګولی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیرنظري په دې هکله وايي:«تر اتو اوونیو موږ باید د جانسون او جانسون واکسین درې مېلیونه دوزه تطبیق شي چې یو نسبي معافیت رامنځته کړو او د کورونا په نورو څپو کې د زیاتې مړینې او اخته کېدو مخنیوی وکړو.»

عامې روغتیا وزارت زیاتوي، چې د نورو هېوادوالو ته د کووېډ نولس واکسین د تطبیق هېڅې روانې دي.

شریک یي کړئ