Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې کورونا ۳۱ تنه نور مړه کړل

افغان روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱ کسان کورونا مړه کړي او ۸۲۲ تنه له کورونا روغ شوي دي.

عامې‌روغتیا وزات نن (جمعه د زمري په ۸ مه) ویلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ۳،۱۵۶ شکمنو کسانو د کورونا معاینې کړې وې، چې له منځه یې، د ۶۳۱ کسانو د کورونا معاینې مثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت په وینا دا نوې پېښې بېلابېلو ولایتونو کې دي:

کابل کې ۶۰، هرات کې ۱۵۱، کندهار کې ۹، بلخ کې ۹، ننګرهار کې ۳۲، کندوز کې ۱۰، تخار کې ۲۵، بغلان کې ۱۹، میدان‌وردګ کې ۳۱، هلمند کې ۲۴، پروان کې ۱۶، بامیان کې ۱، بدخشان کې ۱۱، دایکندي کې ۱۸، پکتیا کې ۱۸، کونړ کې ۱۸، لوګر کې ۹، لغمان کې ۹، پنجشېر کې ۶، فراه کې ۶، بادغېس کې ۱۳، خوست کې ۲۸، پکتیکا کې ۸۱ او سمنګان کې ۹ کسان په کورونا اخته شوي دي.

دغه راز د کورنا له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مړینې پېښې هم په بېلابېلو ولایتونو کې دي:

کابل کې ۷، هرات کې ۲، بلخ کې یو، کندهار کې ۶، ننګرهار کې ۴، تخار کې یو، دایکندي کې یو، پکتیا کې ۴، لوګر کې یو، فراه کې یو، خوست کې ۲ او پکتیکا کې ۱ کس کورونا مړ کړی.

په دې نویو شمېرو سره افغانستان کې په کورونا د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۴۷ زره او ۱۵۱ تنه شو، چې له منځه یې ۶ زره او ۷۰۸ تنه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت وايي، دې ورځو کې د کورونا شکمنو کسانو له منځه ۱۹،۹۹ سلنه کسانو نتیجه مثبت وي.

بل‌خوا روغتیا وزارت همدا روانۍ اوونۍ د پوهنتونونو استادانو، محصلانو او کارکوونکو ته د کورونا ضد واکسینو تطبیق هم پیل کړی دی، چې لږ تر لږه تحصیلي بنسټونو کې د کورونو د لا خپرېدو مخنیوی وکړي.

د عامې روغتیا او لوړو زده‌کړو وزارتونو د ګډ پلان له مخې راتلونکو لسو ورځو کې به، ټولو محصلانو ته د کورونا ضد واکسین وشي، چې ورسره به د محصلانو حضوري درسونه هم پیل شي.

ټوله نړۍ کې بیا د امریکا د جان‌هاپکینز پوهنتون د شمېرو پر بنسټ، په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۹۶ میلیونه، ۷۴۳ زره او ۷۸۸ تنو ته رسېدلی، چې د کورونا له کبله د مړینې ټولې شمېرې ۴ میلیونه، ۲۰۱ زره او ۸۱۲ تنه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه