د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کووېډ نولس ۲۸ ناروغان په هېواد کې مړه شوي دي.
د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې ۳۱۹ تنه په کورونا اخته شوي او ۵۵۹ تنه نور بېرته روغ شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدل د کمښت په حال کې دي؛ خو د عامې روغتیا وزارت ګواښ کوی که چېرې خلک روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي د کورونا خپرېدل به بیا زیات شي.
د نویو شمېرو له ثبت سره، پر کووېډ نولس د اخته کسانو شمېر ۱۴۷ زره او ۴۷۳ تنو ته ورسېد چې له دې منځه ۶۷۳۶ تنه ناروغان مړه شوي او ۹۸ زره او ۷۳ نور روغ شوي دي.
د کورونا ویروس له کموالي سره هم مهاله، ښوونځي پرانیستل شوي او ټاکل شوې ده چې پوهنتونونه هم په تدریجي توګه او زده کړیالانو ته د کورونا واکسین له تطبیق وروسته پرانیستل شي.