Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کورونا د ۲۳۵ نویو مثبتو پېښو ثبتېدل

د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبې اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس د ۵۰۵ شکمنو پېښو د معاینې په پایله کې ۲۳۵ یې مثبتې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس ۲۵ ناروغان مړه شوي او ۵۵۷ تنه نور بېرته روغ شوي دي.

له دغو شمېرو سره په ټول هېواد کې پر کووېډ نولس د اخته کسانو شمېر ۱۵۱ زره او ۱۳ تنو او د مړه شویو شمېر هم ۶ زره او ۹۸۱ تنو ته رسېدلی دی.

د امریکا د جانز هاپکینز د شمېرو پر بنسټ، په نړۍ کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر څه باندې ۲۰۲ مېلیونه او ۸۰۳ تنو رسېدلی دی او د دغه ویروس له امله د مړه شویو کسانو شمېر هم څه باندې ۴ مېلیونه او ۲۹۶ زرو ته رسېدلی دی.

په ټول هېواد کې پر کووېډ نولس د اخته کسانو شمېر ۱۵۱ زره او ۱۳ تنو او د مړه شویو شمېر هم ۶ زره او ۹۸۱ تنو ته رسېدلی دی.

Thumbnail

د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبې اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس د ۵۰۵ شکمنو پېښو د معاینې په پایله کې ۲۳۵ یې مثبتې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس ۲۵ ناروغان مړه شوي او ۵۵۷ تنه نور بېرته روغ شوي دي.

له دغو شمېرو سره په ټول هېواد کې پر کووېډ نولس د اخته کسانو شمېر ۱۵۱ زره او ۱۳ تنو او د مړه شویو شمېر هم ۶ زره او ۹۸۱ تنو ته رسېدلی دی.

د امریکا د جانز هاپکینز د شمېرو پر بنسټ، په نړۍ کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر څه باندې ۲۰۲ مېلیونه او ۸۰۳ تنو رسېدلی دی او د دغه ویروس له امله د مړه شویو کسانو شمېر هم څه باندې ۴ مېلیونه او ۲۹۶ زرو ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه