په کابل کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو د درملنې په یوازیني فعال روغتون افغان – جاپان کې، روغتیایي خدمتونه د هرې ورځې په تېرېدو په کمېدو دي.
د افغان – جاپان روغتون مسوولان وایي، اټکل دی، چې د ژمي په رارسېدو سره به د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر زیات شي، خو روغتون کې امکانات نهشته.
د افغان – جاپان روغتون رییس زلمی ریښتین وایي:"د افغان – جاپان او هیلټ نیټ ترمنځ د شپږو میاشتو قرارداد شوی، چې اوس په ختمېدو دی."
د علي یاور په نامه یو کس چې افغان – جاپان روغتون ته ناروغ وروستی، وایي خپله مېرمن یې له دایکندي نه دې روغتون ته د درملنې لپاره راوستې.
علي یاور ویلي:"یو پاکټ ګولۍ دوه – درې سوه افغانیو ته رسېدلی."
د رضا مهدي یار په نوم یو بل کس هم ناروغ لري او وایي:"روغتون کې اوس درمل نهشته، موږ یې بېرون نه راوړو."
بلخوا د افغان – جاپان روغتون ډاکټران وایي، چې د تېرو څو میاشتو راهیسې یې تنخوا هم نهده اخېستې.
د افغان – جاپان روغتون د بېړني مراقبت څانګې مسوول مېړنی براتزی وايي:"روغتون کې درمل او طبي وسایل کم دي. د اکسیجن د دستګاه نه استفادې لپاره پوره تېل نه لرو."
د افغانستان د روغتیا برخه کې پر ستونزو د اندېښنو سره سره، تراوسه نړۍوالې ټولنې او له روغتیا ملاتړو بنسټونو د ستونزو د حل لپاره څه نه دي کړي.
په دې اړه مو اندونه