Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سږکال د پولیو واکسین بهیر جومات په جومات تطبیق کېږي

نن په کابل کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو او ټاکل شوې ده چې کابو ۱۰ مېلیونه ماشومانو ته چې تر پنځو کلونو کم عمر لري واکسین ورکړل شي.

سره له دې چې په هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق پروګرام پېل شوی، خو د نورو دورو پرخلاف به دا ځل د پولیو واکسین جوماتونو ته د واکسیناتورانو په ورتګ سره تطبیق شي.

د پولیو واکسین د تطبیق مسوولان وایي چې په هېواد کې د ځینې امنیتي ستونزو له امله اوس مهال دغه کمپاین په پنځلسو ولایتونو کې د جوماتونو له لارې دوام لري.
   
د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق مسوول نېک ولي شاه وویل:«وروستۍ پرېکړه په دې وشوه ې دغه بهیر جومات پر جومات پیل شي او د دغه کمپاین د کارکوونکو د امنیت ټينګښت لپاره باید د کورنیو چارو وزارت امنیت یې تامین کړي چې په نورو ولایتونو کې هم د دغه واکسین د تطبیق کمپاین پيل شي.»

ورته مهال له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق چارواکي وايي چې جومات پر جومات د پولیو یا ګوزڼ واکسین تطبیق به په سمه بڼه عملي نه شي.
 
بلخوا هېوادوال هم څرګندوي چې د سړې هوا او د لارې د لېرې والي له امله خپل ماشومان د واکسین کولو لپاره جوماتونو ته نه شي بیولی، دوی د عامې روغتیا وزارت له چارواکو غواړي چې بېرته کور په کور کمپاین پېل کړي.
    
د کندوز اوسېدونکی رحمت الله وايي:«کور په کور بهیر ډېر ګټور و. اوس ډېری خلک نه شي کولای چې د هوا د سړښت له امله او د لارې لېرې والي له امله نه شي کولای خپل ماشومان جومات ته راولي او واکسین یې کړي.»

د خوست اوسېدونکی شاهد وايي:«باید کور په کور بهیر بېرته پيل شي، ځکه جومات پر جومات بهیر نه شي کولای د پولیو د موردونو د له منځه وړلو لپاره ګټور وي.»

ویل کېږي چې د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق اوس مهال یوازې په څورلسو ولایتونو کې پېل شوی او په شلو نورو ولایتونو کې په بېلابېلو علتونو نه دی عملي شوی.
 
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لاهم په کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي له منځه نه ده تللې او تېر کال په کندهار او ننګرهار کې د پولیو ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې د روان زیږدیز کال له پېل راهیسې په هېواد کې د پولیو یوه پېښه ثبت شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه