Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سوېلي افریقا کې د کورونا ویروس د نوې بڼې کشف

په سوېلي افریقا کې پوهان د کورونا ویروس د نوې بڼې له کشفه خبر ورکوي. د دغه هېواد روغتیايي مسوولانو د کورونا د دغې بڼې خپرېدل ستره اندېښنه بللې ده.

دغه ویروس چې اوس اوس د روغتیا نړۍوال سازمان له خوا کشف شوی دی، «Omicron» اومیکرون نومېږي.

د سوېلي افریقا د روغتیايي څېړنو مدیر ویلیم هنکوم وايي:«داسې ښکاري چې د اصلي ویروس پرتله څه باندې ۵۰ چټکتیا لري او په ویروس کې څه باندې ۳۰ مورده شتون لري چې موږ ورته اندېښمن یوو. دا هغه برخې دي چې له انساني سلولونو سره تعامل لري او د عفونت لامل کېږي.»

د پنځشنبې په ورځ د روغتیا د نړۍوال سازمان له لوري د کورونا ویروس د نوې بڼې له اعلان وروسته، په سوېلي افریقا کې روغتونونو او نورو روغتیايي مرکزونه بېړنی حالت ځانته غوره کړی دی.
                                    
د ټکنالوژۍ پوهنتون زده کړیال مافوزیسا وايي:«زه د ویروس د نوې بڼې په تړاو سخت اندېښمن یم او ډاډه نه یم چې، دا ځل به له هغې ژوندي ووځو. دغه ویروس ډېر تشویش پیدا کړی؛ ځکه نو اوس موږ په ټولګیو کې نه شو سره راټولېدلی.»
 
د تشوان پوهنتون استاد اونايي هناما هم څرګندوي:«هېڅ داسې هېواد نشته چې، وغواړي دغه ویروس یې په هېواد کې خپور شي. او موږ دا درک کوو چې، سوېلي افریقا یې ممنوع کړی دی. دا زموږ لپاره بد خبر دی؛ ځکه د جشن ورځې دي او خلکو لا مخکې ټکټونه اخیستي؛ څو دلته راشي.»

د ویلو ده چې، د اروپايي ټولنې یو شمېر هېوادونو سوېلي افریقا ته تګ او له هغه ځایه بېرته ستنېدل منعه کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه