Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګوزڼ واکسین څلورم پړاو؛ ۹٫۹ مېلیونه ماشومان واکسینېږي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، نن یې په افغانستان کې د کوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین څلورم پړاو پیل کړ چې پر مهال به یې ۹٫۹ مېلیونه کوچنیان واکسین شي.

یونېسف وايي، د ګوزڼ واکسین په دې دوره کې هغه سیمې هم شاملې دي چې له دې وړاندې د لاسرسي وړ نه‌وې. د یونېسف په خبره دا کمپاین به راتلونکې اوونۍ د هېواد سوېل ختیځ، لوېديځ او شمالي ولایاتونو ته هم وغځول شي.

د پولیو واکسین په لومړي پړاو کې چې د روان زېږدیز کال په نومبر میاشت کې پیل شوی وو، ۸٫۵ مېلیونه ماشومانو واکسین شوي وو چې په دې کې ۲٫۴ مېلیونه داسې ماشومان هم شامل وو چې په تېرو دریو کلونو کې ورته په لومړي ځل واکسین تطبیق شو.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوول «ډیپینګ لو» په دې اړه وویل: «موږ خپلې هڅې ډېروو، څو په دې وتوانېږو چې په ټول هېواد کې ډېرو کوچنیانو ته واکسین تطبیق کړو، خو اړتیا ده په هغو سیمو کې ډېر واکسین تطبیق کړو چې په تېرو کلونو کې ورته لاسرسی نه‌ وو، څو په چټک ډول د ګوزڼ پر وړاندې معافیت تر لاسه کړي.»

یونېسف وايي، سږ زېږدیز کال یې په افغانستان کې د کوزڼ څلور پېښې ثبت کړي چې دا د پخوا پرتله په افغانستان کې تر ټولو کمې پېښې یادېږي او زیاتوي، دا په افغانستان کې د فلج ناروغۍ د لمنځه وړلو ښه فرصت دی او تر څنګ یې له چارواکو غوښتنه کوي چې د ګوزڼ کمپاین کارکوونکو امنیت ټینګ کړي.

ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په هرات ولایت کې به ۶۴۰ زره کوچنیان واکسین شي او تر څنګ یې خبرداری ورکوي چې په دې حوزه کې لا هم د ګوزڼ ویروس فعال دی چې کولای شي زرګونه کوچنیان د دایمي فلج له ګواښ سره مخامخ کړي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر محمد اصف وايي: «هیله لرو کورنۍ مرسته وکړي، هغه کوچنیان چې په تېرو پړاوونو کې نه‌دي واکسین شوي، باید دا ځل واکسین شي. واکسینول دا ارزښت لري چې که کوچنیان مو ویده یا نوي زېږېدلي وي، راوړئ او واکسین یې کړئ.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه