Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د یوه کس د اورمېږه پر مریو د پېچلي جراحي عمل ترسره کول

د مغز او اعصابو یو جراح کابل کې د لومړي لپاره د یوه ناروغ د اورمېږه پر مریو او حرام مغز پېچلی جراحي عملیات ترسره کړی دی.

دغه ډاکټر وايي چې دغه جراحي عملیات یې پر یوه ۶۶ کلن ناروغ چې د حرام مغز د زیان کېدو له امله فلج شوی یو، له اوو ساعتونو هڅو وروسته، له بریا سره ترسره شو.

نجیب الله سکندر هغه ډاکټر دی چې دغه جراحي عملیات یې ترسره کړې دي. دی وایي چې دغه جراحي عملیات تر اوسه نه یوازې په هېواد بلکې په ګاونډیو هېوادونو کې هم ترسره شوي نه دي. نوموړی د دغو عملیاتو پېچلتیا ته په اشارې سره وایي چې په ناروغ کې د حسي اختلالاتو د رامنځته کېدو او دایمي فلج احتمال لیدل کېده.
 
د مغز او اعصاب متخصص جراح نجیب الله سکندر وايي:«دا یو ستونزمن او پېچلی عملیات و او باید د اورمېږه مرۍ له حرام مغز څخه جلا کړي وای او حرام مغز ته د اندک زیان رسېدو په صورت کې ناروغ دایمي فلج کېده.»

په دې لړ کې په برېتانیا کې افغانې څېړونکې او مخترع شکردخت جعفري په لومړي ځل د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره یوه درې اړخېزه آله اختراع کړې ده چې دغه اختراع په اروپا کې هم ثبت شوې ده.
 
افغانه مخترع شکردخت جعفري هم وايي:«دا یوه درې اړخیزه دستګاه ده چې د ننه په ناروغ کې ځای پر ځای کېږي او د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره ۵۰ سلنه مرسته کوي چې وړانګه په سمه توګه تشخیص شي.»  

بل خوا په امریکا کې  افغان ډاکټرې اوڅېړونکې رابعه جلالزۍ هم د ایډز ناروغۍ د مخنیوي لپاره تزریقي درمل جوړ کړی دي چې دغه درمل د امریکا د خوړو او درملو د ادارې له لوري تایید شوي دي.
 
په امریکا کې افغان ډاکټره رابعه حلالزۍ هم څرګندوي:«دا درمل د پېچکارۍ په واسطه د ناروغ په بدن کې ترزیق کېږي او نور تبلېت ته اړتیا نشته. کس په بشپړه توګه د ایډز ناروغۍ په وړاندې وقایه کېږي او زه ویاړم چې یوه افغان مېرمن یم او دا ډول اقدام مې کړی دی.»

له دې ټولو سره سره د عامې روغتیا وزارت د هېواد د روغتیا په برخه کې ستونزې مني او له نړۍوالې ټولنې نه افغانستان ته د روغتیایي تجهیزاتو د برابرولو په برخه کې د بېړنو مرستو غوښتنه کوي.
  
د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وویل:«روغتیايي برخه له بل هر وخت اوس ډېرې نړۍوالې مرستې ته اړتیا لري او نړۍ باید د افغانستان له روغتیايي برخې تجهیزاتي مرسته وکړي.»

که څه هم تر دې وړاندې هم په هېواد کې د مغزو، زړه او مغزي دانې عملیات ترسره شوې دي، خو د روغتیا برخې کارکوونکو تل په هېواد کې د دغه راز عملیاتو د ترسره کولو د تجهیزاتو او امکاناتو له نشتوالی شکایت کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه