Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

څه باندې ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو په درشل کې دي

د ژغورنې نړۍوال سازمان د افغانستان د روان وضعیت په هکله د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې څه باندې ۹۰ روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو په درشل کې دي.

د دغې کمېټې په وینا د دغو روغتیايي مرکزونو له تړل کېدو سره به په مېلیونه تنه له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.

دغه بنسټ په یوه نوي رپوټ کې ویلي دي:«افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د دولتي خدمتونو لکه د روغتیايي برخې کارکوونکو، او ښوونکو لګښتونه پر بهرنیو مرستو متکي وو. مخکیني حکومت د دولتي خدمتونو د مخته بیولو لپاره ۷۳ سلنه لګښتونه له بهرنیو مرستو ترلاسه کول.»

د ژغورنې نړۍوالې کمېټه د دغو مرکزونو تړل کېدل له کورونا ویروس او نورو کړکېچونو لکه خوارځواکي او نورو بېلابېلو ناروغیو سره د مقابلې په برخه کې ګواښوونکي ګڼي.

دغه بنسټ ویلي دي چې د نړۍوالومرستو بندېدل او د افغانستان د پیسو کنګل پاتې کېدل د روغتیايي خدمتونو د مرکزونو د تړل کېډو او په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د خرابېدو لامل شوی دی. د ژغورنې نړۍواله کمېټې په افغانستان کې له وچکالۍ، د روانې لوږې او د کورونا د څلورمې څپې په هکله هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه بنسټ د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ ویلي دي:«د نغدو پیسو کمښت په دې معنا دی چې افغانانو خپلې پیسې له لاسه ورکوي، خو دا په داسې حال کې ده چې د خوراکي او سونګ توکو بیه لوړه شوې ده. افغانستان به ښايي د یوې شدیدې بې وزلۍ شاهد وي او شونې ده چې د ۲۰۲۲ تر نیمايي، ۹۷ سلنه افغانان به له بې وزلۍ سره مخ شي.»

دغه رپوټ زیاتوي په دغه هېواد کې روان کړکېچ پر بشري بنسټونو هم منفي اغېزه کړې ده.

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو احتمال رد وي او د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو غوښتونکي دي.

د عامې روغتیا وزارت د ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو احتمال رد وي او د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه