Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له وخت مخکې د ماشومانو د زېږون او مړینې د زیاتوالي په اړه اندېښنې

په کابل کې د نسايي ولادي روغتونونو مسوولان له وخت مخکې ماشومانو د زېږون له پنځوس سلنې زیاتوالي خبر ورکوي. 

ډاکټران په هېواد کې د ماشومانو له وخت مخکې زېږون اصلي لامل اقتصادي ستونزې او د منیدو ناسمه تغذیه ګڼي.

د رابعه بلخي، اندراګاندي او ملالی زېږنتون مسوولین له وخت مخکې د ماشومانو د زوکړې له ډېرېدو اندېښمن دي او وايي چې، دغه کچه تر ۵۰ سلنې لوړه شوې ده.

له دې منځه د اندراګاندي روغتون مسوولین وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه روغتون کې له وخت مخکې نږدې زر ماشومان زېږېدلي او په دې سره د میندو او ماشومانو د مړینې کچه ۱۵ سلنه لوړه شوې ده.

د ملالۍ زېږنتون رییسه ملالۍ رحیم فیضي وايي:«په ټول کې له وخت مخکې د ماشومانو پېښې اوه سلنه جوړوي او د مړینې شمېر یې د دغو ماشومانو نیمايي دی چې له وخت مخکې پیدا شوي دي.»                 

عامې روغتیا وزارت وايي، له وخت مخکې د زېږون د مخنیوي لپاره یې د عامه پوهاوي پروګرام تر لاس لاندې نیول دی او څه باندې ۳۴۰۰ ډاکټران یې په دې برخه کې ګومارلي دي..

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف مسوولینو تېره ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي وو چې، په یوه ورځ کې له وخت مخکې او کم وزن لرونکو ماشومانو زوکړه ۳۰ موردو ته رسېدلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه