Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په څه باندې دوو میاشتو کې د خوارځواکۍ له امله د ۳۲۳ماشومانو مړینه

په تېرو دوه نیمو میاشتو کې افغانستان کې ۳۲۳ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په دغې موده کې کابو ۲۰۰ زره نور ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

ډاکټران د خوارځواکۍ د ناروغۍ زیاتوالی د بې وزلۍ او بې کارۍ زیاتوالی ګڼي.

په خوار ځواکۍ د اخته یوه دوه نیم کلن ماشوم مور وایي، د خپل مېړه د وزرګارتیا له امله خپلو ماشومانو ته پوره خواړه نه شي برابرولی.

بل خوا په دې وروستیو کې په اندراګاندي روغتون کې پرخوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

یوکلن سهراب بل هغه ماشوم دی چې له شپږو میاشتو راهیسې د اضافه وزن په خوراځواکۍ اخته شوی دی.

د ناروغ ماشوم مور شمیلا وايي:«له ژمي راهیسې یې دا پړسوب پیدا کړی دی. موږ نه پوهېدو کله چې مو شخصي کلینک ته بوته هغوی موږ ته وویل چې دغه روغتون ته ولاړ شئ؛ ځکه چې موږ د دغې ناروغۍ د درملنې وس نه لرو.»

اخوا د عامې روغتیا وزارت له پنځه کلنو په کم عمره ماشومانو کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو خبره کوي. د دغه بنسټ د شمېرو له مخې په وروستیو دوه میاشتو کې نږدې دوه سوه زره ماشومان په سختې او منځنۍ خوارځواکۍ اخته شوي دي،چې له دې منځه تر درې سوو دېرشو زیات ماشومان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وویل:«د ۲۰۲۲ کال له پيله تراوسه ۵۹۸۸۳ ماشومان په شدیدې خوارځواکۍاخته ثبت شوي دي په ټولو روغتیايي مرکزونو کې ۱۳۷۰۹۶ په منځنۍ کچه اخته وو او د کال له پيله تراوسه کابو ۳۲۳ د مړینې پیسې مو لرلې دي.»

بل خوا د اندرا ګاندي روغتون مسوولان وایي،هره میاشت په دغه روغتون کې پر سختې خوارځواکۍ اخته نږدې شپېته ماشومان تر درملنې لاندې نیول کیږي.

د اندراګاندي روغتون ډاکټر ډاکټر محمد عارف حسن زی څرګندوي:«بستري ناروغان تر ډېره شدید ناروغان دي چې موږ هغه شدیده خوارځواکي یادوو؛ ډېری دغه ناروغان د خوارځواکۍ ناروغۍ سربېره د پښتورګي زیړی او سینه و بغل هم لري.»

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې تر دوه میلیونو شپږ سوه زرو زیات ماشومان په بیلابیل ډوله خوارځواکۍ اخته شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه