Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې په نشه‌یي توکو روږدو کسانو لپاره یو تفریحي پارک جوړ شو

په کابل کې د ترکیې سفیر وايي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د ټولو هېوادونو مسوولیت دی. دې ترکي ډېپلوماټ د کابل په ابن سینا روغتون کې په نشه‌يي توکو د اخته کسانو لپاره د یوه تالاب او تفریحي پارک د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل، خصوصي سکټور باید په افغانستان کې کرنې ته وهڅول شي.

په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین ای وویل: «اوس‌مهال په افغانستان کې ۳٫۵ مېلیونه خلک په نشه‌یي توکو روږدي دي چې له ډلې یې اته سوه پنځه زره یې مېرمنې دي. بازار ته چې هر څومره د نشه‌يي توکو وړاندې کول کمېږي، په همغه کچه ورسره د خلکو غوښتنه هم کمېږي او موږ په دې برخه کې عامه‌ پوهاوي ته اړتیا لرو. موږ ټول د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزي ګډ مسوولیت لرو.»

ورته مهال په نشه‌يي توکو د اخته کېدو د علتونو په اړه د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، ډېر ژر به دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي حبیب‌الله اخندزاده وايي: «د عامې روغتیا وزارت مسوولیت دا دی چې د روږدو خلکو درملنه وکړي، په دې ستونزې له اخته کېدو باید مخنیوی وشي او له درملنې وروسته دوی لپاره د کار او مصروفیت زمینه برابره شي.»

همداراز، په کابل کې د ټیکا ادارې رییس زوف توم په دې اړه وايي: «موږ د افغانستان په درې ولایتونو کې د یتیمانو لپاره د ښوونې او روږدو لپاره په روغتیا برخو کې خدمات وړاندې کوو. د زر بستریز روغتون په انګړ کې د تالاب او تفریحي پارک پرانیستل زموږ د پروژې یوه برخه ده، موږ له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو.»

د دې تر څنګ په دې روغتون کې په نشه‌يي توکو یو شمېر روږدي کسان له عامې روغتیا وزارته ځینې غوښتنې هم لري.

یو روږدی وايي: «موږ ته خواړه بسنه نه‌کوي، ځکه موږ له جوړېدو وروسته دروغجنه اشتها پیدا کوو چې له دې سره زموږ اشتها ډېره لوړېږي.»

یو بل روږدی وايي: «په پنځه کاسو وریجو هم موږ نه مړېږو. د ډوډۍ له اړخه ډېر کمزوري یوو.»

افغانستان له کلونو راهیسي په نړۍ کې د نشه‌یي توکو یو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد ګڼل کېږي او په ورستیو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په‌دې هېواد کې د کوکنارو کرکېله ډېره شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه