Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دم کړۍ افغانستان کې د کووېډ -۱۹ د واکسین ۳۷۷ مرکزونه فعالیت لري

په هېواد کې د کووید - ۱۹ واکسین ۱۲۵۰ مرکزونو څخه، دم کړۍ یوازې ۳۷۷ فعال دي.
 
د عامې روغتیا وزارت وايي، په پلازمینه کې د کورونا د واکسین ۱۶ او په ولایتونو کې ۳۶۱ نور مرکزونه دي، چې هره ورځ تر ۸ زره ډېر کسان واکسین کوي.

ورته مهال ډاکټران وايي، د روغتیا وزارت باید په هېواد کې د کورونا واکسین د تطبیق لپاره لا جدي پروګرامونه پیل کړي.

په داسې حال کې چې په هېواد کې د کورونا د پراختیا په تړاو اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي، د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په ټول هېواد کې د کوویډ نولس د واکسیناسیون نیمایي مرکزونه غیر فعال دي.
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وايي:«تېر کال مرکزونه ډېر وو؛ یعنې په هغه وخت کې د واکسین ۱۲۵۰ مرکزونه وو، لکه څرنګه چې ټول پوهېږو کله چې تحول رامنځته شو او د اسلامي امارت له راتګ سره ټول هغه ملاتړونه چې د کووېډ ۱۹ په برخه کې شتون درلود ودرول شول له همدې امله د کووېډ واکسین مرکزونه هم محدود شول.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي، چې په هېواد کې د کرونا وېروس له خپرېدو راهیسې اته اعشاریه پنځه مېلیون تنه واکسین شوي دي او په دغه وزارت کې اوس ۲.۹ مېلیون ډوزه واکسین شته.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر زیاتوي:«د کووېډ د واکسیناسیون بهیر له پيله تراوسه په ټول کې ۸.۵ مېلیونه تنه واکسین شوي دي چې له دې منځه د اسلامي امارت له راتګ سره تراوسه موږ توانېدلي یوو ۴.۳ مېلیونه تنه واکسین کړو.»

یو شمېر ډاکټران له عامې روغتیا وزارت نه غواړي،چې له کرونا وېروس سره د مبارزه په چاره کې جدي اقدامات ترسره کړي.
 
د افغان - جاپان روغتون سرطبیب طارق اکبري وویل:«خدای مه کړه که چېرې په افغانستان کې یې خپرېدا زیاته شي نو په ټولو ولایتونو کې امکانات کم دي شونې ده چې انسانانو ته ډېر زیان ورسېږي.»

له دې سره جوخت، هېوادوال هم له عامې روغتیا وزارت نه غواړي،چې خلکو ته د آسانتیاوو د برابروولو په موخه د کرونا وېروس د واکسین د مرکزونو فعالیت بېرته پېل کړي.

بل خوا د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د کورونا وېروس د بیا خپرېدو د مخنیوي لپاره به د عامه پوهاوي پروګرام او د واکسین مرکزونو ته د خلکو د ورتګ لپاره کمپاینونونه پېل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه