Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روغتیا نړۍوال سازمان او یونېسف د۷۱سلنه روغتیايي مرکزونو ملاتړ کوي

د روغتیا نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په افغانستان کې د ۷۱ سلنه روغتیايي مرکزونو مالي ملاتړ منلی دی.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې د لسګونه روغتونونو مالي ملاتړ پرغاړه اخیستی دی.
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر څرګندوي:«دغه دوه بنسټونه زموږ ۲۵۶۸ مرکزونه تمویل او تجهیز کوي چې د روغتیايي سکټور ۷۱ سلنې ملاتړ کوي.»

په دې لړ کې اروپایي ټولنه هم له افغانستان سره د خپلو روغتیایي مرستو خبر ورکوي.
 
په بشردوستانه چارو کې د اروپايي ټولنې کمیسار لیکلي:«د اروپایي ټولنې ۳۴ دېرش ټنه بشري مرستې چې طبي وسایل او تجهیزات په کې شامل دي، نن په بریاليتوب سره افغانسان ته ورسېدې. اروپايي ټولنه او متحدان به یې د اړتیا تر وخته له زیانمنونکو افغانانو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

د جمهوریت په روغتون کې د سرطان د درملنې څانګه په افغانستان کې د سرطان د درملنې یوازینۍ دولتي مرکز ګڼل کېږي.

خو په دغه روغتون کې ډاکټران د روغتیایي تجهیراتو پر کموالي اندېښنه څرګندوي.

په جمهوریت روغتون کې د سرطان د درملنې د څانګې مسوول منوچهر صمدي وايي:«موږ د پرسونل، د ځای او طبي امکاناتو د کمښت له اړخه ستونزې لرو.»

په دغه روغتون کې یو شمېر ناروغان د مناسب ځای له نشتوالي او د درملو له کموالي شکایت کوي.
 
یو له ناروغانو وايي:«څلور کاله کېږي چې دا ناروغي لرم او دوه کاله کېږي چې درمل له بازاره پېرم، دلته درمل نه ورکوي اړ یم چې پیسې پور کړم او له بازاره یې وپېرم.»

یوه ناروغ لرونکي هم وویل:«څلور یا پنځه ورځې کېږي چې مور مې روغتون ته راولم، هېڅوک ځواب ویوونکی نه دی، بې نظمي ده.»

په داسې حال کې له افغانستان سره دغه مرستې کېږي، چې تر دې وړاندې ځینو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د روغتیا د برخې د وضعیت پر خرابېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه