Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روغتیا وزارت: روغتیايي مرستې دې له دغه وزارت سره په همغږۍ کې وشي

د عامې روغتیا وزارت د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو له خوا د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر څرنګوالي له نیوکې سره وايي چې په افغانستان کې د روغتیايي ننګونو د حل لپاره اړتیا ده چې دغه مرستې له دغه وزارت سره په همغږۍ کې وشي.

د دغه وزارت چارواکي څه هم دغه مرستې د روغتیا په برخه کې بسندویه نه ګڼي، له نړۍوالو بنسټونو غواړي چې د روغتیا په برخه کې ډېرې مرستې وکړي.

بلخوا په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یوه ټوېټ کې په افغانستان کې پر اوسني وضعیت اندېښنه څرګندکړې ده.

خو په عامې روغتیا وزارت کې مسوولان د دې ادعا په ردولو سره د هېواد له روغتیا برخې سره د نړۍوالو مرستو پر څرنګوالي نیوکه کوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وویل:«د مرستو ستونزه دا ده چې ټول افغانستان ته رسېدنه ستونزمنه ده او بله دا چې دغه مرستې د روغتیا وزارت له خوا نه لګول کېږي، سم اولویت بندي کېږي نه چې وکړای شي ستونزې حل کړي.»

ملالۍ روغتون په هېواد کې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د درملنې تر ټلو لوی مرکز دی. خو دغه روغتون ته ورغلي ناروغان او ناروغ لرونکي د روغتیايي تجهیزاتو له کموالي شکایت کوي.
 
ناروغ لرونکی وايي:«خوريي ته مې له بازاره درمل وپېرل خو اقتصادي وس نه لرم له روغتونه غواړم چې درمل راکړي.»

بل ناروغ لرونکی هم څرګندوي:«انتظار خونه ککړه ده ځای نه لرو درمل هم له بازاره پېرو.»

له دې سره هم مهاله، په دغه روغتون کې ډاکټران د روغتیایي کارکوونکو کموالي ته اندېښمن دي.
 
د ملالۍ روغتون ډاکټره شهلا ارزګانۍ وايي:«د پرسونل ستونزه لرو ځکه چې ګڼه ګوڼه فوق العاده زیاته ده، او ډېر مراجعه کوونکي لرو له ټولو افغانستانه.»

ملګري ملتونه په داسې حال کې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو له خرابېدو شکایت کوي، چې تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د هېواد په څلور ۳۴ دېرشو ولایتونو کې د روغتیایي مرکزونو د مالي ملاتړ مسوولیت  پرغاړه درلود.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه