Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

څه باندې ۶۰ روغتیايي مرکزونو بندېدو په اړه د روغتیا وزارت اندېښنه

عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د روږدو کسانو او کرونا ناروغانو د درملنې څه باندې ۶۰ مرکزونو د تړل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې وزارت د مسوولانو په وینا، دمګړۍ په هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې ۴۴ مرکزونه او د کووېډ-۱۹ یوویشت مرکزونه غیر فعال دي. دوی له نړیوالو غواړي چې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژير وايي: «د اسلامي امارت په راتګ سره داسې اټکل کېده چې په افغانستان کې ټول روغتیايي مرکزونه وتړل شي. له دې ډلې ۲۲۳۱ چې روغتیايي پروژې اړوند کېږي، په بشپړ ډول یې چارې ځنډېدلي وې، خو مو وتوانېدو له دې ډلې د ۳۷ روغتیايي او ۸۸ د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه تر خپل پوښښ لاندې ونیسو.»

ورته مهال یو شمېر ناروغ لرونکي په دولتي روغتونونو کې د درملو او د ځای له کمښته شکایت لري.

ناروغ لرونکي وايي: «دلته پایوازانو ته ځای نه‌شته، د روغتون مخ یا شاته ویده کېږو، درمل هم په بازار کې پېرو، بیه یې لوړه ده، د یو سیروم بیه سل افغانۍ ده.»

یو بل ناروغ لرونکي په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «معاینه په روغتون کې دننه کېږي، خو د نسخې درمل په بازاره کې اخلو.»

تر دې مخکې عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو له ماشومانو ملاتړي صندوق په هېواد کې د روغتيايي مرکزونو د تمویل مسوولیت پر غاړی اخیستی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه