Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وروستیو میاشتو کې د روږدو د درمنلې څه باندې ۴۴ مرکزونه تړل شوي

په وروستیو میاشتو کې هېواد کې پرنشه يي توکو د روږدو کسانو د درمنلې څه باندې ۴۴ مرکزونه تړل شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه روغتیايي مرکزونه د نړۍوالو مرستو د بندېدو او همدارنګه د روغتیايي تجهیزاتو د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند  وايي چې د ۸۸ مرکزونو له ډلې چې په دغې برخه کې یې فعالیت درلود نیمايي یې تړل شوي دي.
  
د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وویل:«هغو مرسته کوونکو چې په دې برخه کې یې کار کاوه، خپلې مرستې یې بندې کړې دي او اوس له ملي بودیجې په ټول هېواد کې ۴۴ روغتونونه فعال ساتل شوي دي. ۱۶ مرکزونه یوازې په کابل کې وو چې اوس د هغوی یوازې څلور یې فعال دي.»

اشرف الدین چې پرنشو روږدی دی، د نشو پرېښودو ته یې ملا تړلې او له شلو ورځو راهیسې د معتادانو د درملنې په زر بستریز روغتون کې تر درملنې لاندی دی.

پر نشه یي توکو روږدي اشرف الدین وویل:«غواړم چې بیا ځلې لکه څرنګه چې په تېر کې وم د خپلې کورنۍ ترڅنګ وم، هماغسې واوسم او نشې لېرې شم.»   

د اشرف الدین په څېر لسګونه نور ناروغان هم له ورته برخلیک سره  مخ دي.

ناروغ طاهر شاه هم وايي:«غواړم ژوند وکړم او روغ شم، له نشه يي توکو او د هغوی له استفادې څه نه جوړېږي.»

له دې سره هم مهاله پر نشو د روږدوکسانو د درملنې زر بستریز روغتون چارواکي د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه غواړي چې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

پر نشو د روږدو کسانو د درملنې د زربستریز روغتون رییس عبدالناصر منقاد څرګندوي:«له نړۍوالو بنسټونو غواړو چې د مرکز د فعال ساتلو او د درملو په چمتو کولو کې له موږ سره همکاري وکړي.»

خو له ښار نه پر نشو د روږدو کسانو د راټولو لپاره کوم ګامونه پورته شوي دي؟
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل:«د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې په نږدې راتلوونکي کې ۲۰ زره روږدي کسان د ښار له مخې راټول او روغتونونو ته یې واستوي.»

د عامې روغتیا وزارت په وینا،اوسمهال اتلس زره هغه نارینه اوښځینه چې پر نشو روږدې وو، تر درملنې لاندې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه