د عامې روغتیا وزارت د میندو او ماشومانو د مړینې د مخنیوي او د روغتیايي خدمتونو د ښهوالي لپاره یو زیات شمیر قابلو ته کاري فرصتونه برابروي.
په کابل کې د قابلهګۍ د نړیوالې ورځې د نمانځنې د مراسمو پر مهال د عامې روغتیا وزارت مرستیال د روغتیا له نړیوال سازمانه پهدې برخه کې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، اوسمهال په ټول هېواد کې څه باندې ۳۸ زره قابلې په روغتیايي مرکزونو کې پر کار بوختې دي او زیاتوي، هڅې روانې دي چې دوی ته نورې کاري اسانتیاوې هم برابرې شي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده وايي: «خلکو او نړیوالو بنسټونو ته ژمنه ورکوو چې په راتلونکې کې په روغتیايي سکټور کې د قابلهګانو څانګه په داسې ډول ډېروو چې له نړیوالو معیارونو سره برابره وي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «ژمنه کوو چې د قابلهګانو حقونه خوندي دي او لوړو زدهکړو او امتیازونو ته یې جدي پاملرنه کوو.»
په افغانستان کې د قابلهګانو نړیوالې ورځې داسې مهال نمانځل کېږي چې په هېواد کې د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لا هم لوړه ده.
ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د قابلهګانو عمومي رییسه وايي، په هېواد کې د قابلهګۍ په برخه کې د لوړو زدهکړو د نهشتوالي له امله یو شمېر قابلې نه غواړي پهدې برخه کې کار وکړي.
د قابلهګانو عمومي رییسه هیله غرشین وايي: «زموږ قابلې چې په لرې ځای کې اوسېږي، ان درې ورځې نوکري وي. همداراز، د قابلو د حقالخطر موضوع هم ده او لوړې زدهکړې یې هم دوه کلنې دي. په قابلهګۍ رشته کې لېسانس په کچه لوړې زدهکړې ډېرې کمې دي.»
پهدې غونډه کې په کابل کې د قطر سفیر په ډاګه کړه چې هېواد به یې له افغانستان سره نورې بشري مرستې هم وکړي.
په کابل کې د قطر سفیر سعید بن مبارک الخیاري وايي: «د قطر دولت د امنیت، سوکالۍ، پرمختګ او بشري مرستو په ګډون په مهمو برخو کې د دولتي سازمانونو له لارې له افغانستان سره همکاري کوي. دا مرستې د قطر سفارت، د قطر د دولتي بنسټونو او همداراز د قطر د سرې میاشتې له لوري افغانستان ته رسول کېږي.»
په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې ټولنې رییس احمد ال عثماني وايي: «د قطر د سرې میاشتې ټولنه له ۲۰۱۴ کال راهیسې په افغانستان کې په روغتیايي او رونیزو چارو کې پر څه باندې ۴۰ پروژو کار کړی دی.»
د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې شاوخوا ۶ زره قابلې پر کار بوختې دي او لا هم د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د مسلکي قابلو نهشتوالی د روغتیايي چارو پر وړاندې یوه لویه ننګونه بلل کېږي.
په دې اړه مو اندونه