Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو له زیاتوالي د یونېسف ګواښ

 د ملګرو ملتونو د ماشومانو څانګې یا یونېسف خبرداری ورکړی دی،چې سږکال په افغانستان کې پر خواځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د پاموړ زیات شوی دی

دغه بنسټ وايي چې په افغانستان کې  ۱،۱ مېلیون ماشومان پرسختې خوارځواکۍ اخته دي چې دا د ۲۰۱۸ کال پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر د زیاتوالي له اندېښنې سره وايي چې د ۲۰۲۲ کال له پيله تراوسه په خوارځواکۍ ۷۵۹ زره اخته ماشومان ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر په دې هکله وویل:«د ۲۰۲۲ کال له پیله تراوسه څه باندې ۷۵۹ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي چې ۱۸۳ زره یې په شدیدې او ۵۷۳ نور یې په منځنۍ خوارځواکۍ اخته شوي دي.»

محمد چې د ژوند دوه پسرلي یې تېر کړي دي اوس پر خوارځواکۍ اخته شوی د ده کورنۍ چې په اصل کې د میدان وردګو اوسېدونکې ده، پر خوارځواکۍ د محمد د اخته کېدو لامل اقتصادي ستونزې بولي.

د محمد مور پروانه وايي:«هېڅ شی نه لرو. اقتصادي ستونزې لرو. یوازې په د روژې په مبارکې میاشت کې یوه اندازه مرستې مو ترلاسه کړې دي.»

ورته مهال د اندراګاندي روغتون مسوولان وایي چې دغه روغتون ته هره ورځ تر زرو زیات ناروغان په تېره بیا پر خوارځواکۍ اخته ناروغان مراجعه کېږي.

بل خوا د دغه روغتون مسوولان وایي، چې دغه روغتون ته په ورځ کې د خوارځواکۍ له پنځوسو تر اویاوو ناروغان وروړل کېږي.

د دغه روغتون ډاکټران د خوارځواکۍ پر ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو لامل د کورنیو اقتصادي ستونزې او د ماشومانو ناسالمه تغذیه ګڼي.

ډاکټر محمد عارف حسن زي وویل:«د ورځې پنځوس تر اویا ناروغان مراجعه کوي چې ډېری یې حفیفه درجه لري او د بسټر وړ نه دي او لازمې لارښونې ورته ورکوو یو کمه اندازه یې باید بستر شي.»

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر د زیاتوالي له اندېښنې سره وايي چې د ۲۰۲۲ کال له پيله تراوسه په خوارځواکۍ ۷۵۹ زره اخته ماشومان ثبت شوي دي.

تصویر بندانگشتی

 د ملګرو ملتونو د ماشومانو څانګې یا یونېسف خبرداری ورکړی دی،چې سږکال په افغانستان کې پر خواځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د پاموړ زیات شوی دی

دغه بنسټ وايي چې په افغانستان کې  ۱،۱ مېلیون ماشومان پرسختې خوارځواکۍ اخته دي چې دا د ۲۰۱۸ کال پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر د زیاتوالي له اندېښنې سره وايي چې د ۲۰۲۲ کال له پيله تراوسه په خوارځواکۍ ۷۵۹ زره اخته ماشومان ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر په دې هکله وویل:«د ۲۰۲۲ کال له پیله تراوسه څه باندې ۷۵۹ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي چې ۱۸۳ زره یې په شدیدې او ۵۷۳ نور یې په منځنۍ خوارځواکۍ اخته شوي دي.»

محمد چې د ژوند دوه پسرلي یې تېر کړي دي اوس پر خوارځواکۍ اخته شوی د ده کورنۍ چې په اصل کې د میدان وردګو اوسېدونکې ده، پر خوارځواکۍ د محمد د اخته کېدو لامل اقتصادي ستونزې بولي.

د محمد مور پروانه وايي:«هېڅ شی نه لرو. اقتصادي ستونزې لرو. یوازې په د روژې په مبارکې میاشت کې یوه اندازه مرستې مو ترلاسه کړې دي.»

ورته مهال د اندراګاندي روغتون مسوولان وایي چې دغه روغتون ته هره ورځ تر زرو زیات ناروغان په تېره بیا پر خوارځواکۍ اخته ناروغان مراجعه کېږي.

بل خوا د دغه روغتون مسوولان وایي، چې دغه روغتون ته په ورځ کې د خوارځواکۍ له پنځوسو تر اویاوو ناروغان وروړل کېږي.

د دغه روغتون ډاکټران د خوارځواکۍ پر ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو لامل د کورنیو اقتصادي ستونزې او د ماشومانو ناسالمه تغذیه ګڼي.

ډاکټر محمد عارف حسن زي وویل:«د ورځې پنځوس تر اویا ناروغان مراجعه کوي چې ډېری یې حفیفه درجه لري او د بسټر وړ نه دي او لازمې لارښونې ورته ورکوو یو کمه اندازه یې باید بستر شي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه